د ټرمپ ادارې د یوې محکمې له حکم سره سره یو شمېر وینزویلایان له امریکا شړلي او ویلي یې دي، چې قاضي د دوی د پرېکړې مخنیوی نشي کولی.
د رويټرز راپور له مخې، دغه اقدام وروسته له هغه شوی چې قاضي جیمز بواسبرګ د ډونالډ ټرمپ د يو فرمان له مخې د ۲۰۰ څخه د ډېرو وینزویلایي وګړو د بیړني شړلو مخه ونیوله.
ویلکېږي، چې دغه کسان د “ترېن دي ارګوا” په نوم د یوې وینزویلایي ډلې غړي دي، چې د تښتونو، باج اخېستنې او وژنو سره تړاو لري.