ډېر لوستل شوي

ټاکل شوې سبا د تورخم دروازه پرانېستل شي

د افغانستان او پاکستان سوداګر او قومي مشران د تورخم دروازې د پرانېستلو په تړاو يوې هوکړې ته رسېدلي دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې او ګډې جرګې مسوولين وايي، ټاکل شوې د تورخم دروازه سبا د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانېستل شي.

دغه مسوولين وايي، چې نن ماښام د تورخم دواړو غاړو استازي د دې پرېکړې د عملي کېدو لپاره د همغږۍ ځانګړې ناسته کوي.

دا په داسې مهال ده، چې دغه دروازه له تېرو ۲۵ ورځو را پدې خوا د پاکستاني لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې تړلې شوې وه.

اړوند خبرونه