د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په لوړ او کښته ميوند ولسواليو کي د امنیتي ځواکونو له لوري۲۵ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښتونو پاکه شوې ده.
د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ملا اسدالله جمشيد ویلي چې د یادو ۲۵ جریبو کوکنارو له ډلې ۱۹ جریبه په لوړ میوند او ۶ جریبه نوره په ښکته میوند ولسوالۍ کې له منځه تللي دي. د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې ددې کښتونو په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي او عدلي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.