په بغلان کې د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو لپاره د ترمينل جوړولو چارې د ۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شوې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت حقوقي سلاکار حبیب الرحمن رحیمي ويلي، د سالنګ لویې لارې رغېدلو او د واخان دهلېز له لارې افغانستان له چین سره تر نښلېدو وروسته، د پاکستان او مرکزي آسیا ترمنځ سوداګریز لېږد ډېر شوی؛ نو له همدې امله دا ترمینل مخکې جوړېږي.
د نوموړي په وينا، ياد ترمینل د پلخمري ښار په یوه څنډه کې د ۴۶ جریبه ځمکې پر سر جوړېږي، چې د موټرو د تمځای ترڅنګ موټرچلوونکو ته د وړیا استوګنې ځانګړې خونې هم په نظر کې نيول شوي دي. د يادونې وړ ده، د شمال لویه لار چې پلازمېنه کابل له مرکزي آسیا سره نښلوي د بغلان له لارې تېرېږي او د افغانستان لپاره د ترانزیټ او سوداګرۍ یو مهم دهلیز ګڼل کېږي.