د کندهار دامان ولسوالي د يو فلډر او ټرېلر ترمنځ له يوې خونړۍ پېښې خبر ورکړی، چې په فلډر کې څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د يادې ولسوالي د ترافیکو امر ملاحبیبالله حفاظت وايي، چې دغه پېښه بېګا شپه د کابل ـ کندهار پر عمومي سړک د د دې ولسوالي مخې ته رامنځته شوې ده. د يادنې وړ ده، چې د شهراه کنډک او د دامان ولسوالۍ اړوند مسوولينو د پېښې ځای ته پر وخت رسېدنه کړې او لازم اقدامات يې ترسره کړي دی.