د هلمند ولايت مقام د رسنيو دفتر په ناومېش کې د نشهيي توکو د توليد د کارخونې له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د ياد ولايت د امنيه قومانداني وياند ملا عزتالله حقاني وايي، په دې کارخونه کې ۲ زره ۲۵۰ کيلو اومان، ۱۳۵ کيلو مالګه، ۲۰ لېټره ايکسل توکي، ۳۰ لېټره تېزاب، ۲۵ کيلو سود او د کارخونې اړوند وسايل له منځه وړل شوي دي. د ويلو ده، چې اسلامي امارت له پیله د نشهيي توکو د ختمولو کلک هوډ څرګند کړی او د شرعي، انساني، اقتصادي او ټولنیزو اصولو پر بنسټ یې د نشهيي توکو پر ضد عملي ګامونه پورته کړي دي.