د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: د موټرو د تخنيکي کنټرول پروسه ګټوره تمامه شوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د مسافرو د خونديتوب او د ټرانسپورټ د معياري کولو په موخه د موټرو د تخنيکي کنټرول پروسه ګټوره تمامه شوې ده.
ياد وزارت نن په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د دې پروسې په ترڅ کې په ډېره کچه موټر په ټرانسپورټي معيارونو برابر شوي دي.
د دې وزارت د خبر له مخې، په تېرو دوه اونيو کې د کابل ښار په ټرانسپورټي هډو او ترمينلونو کې د ۱ زر او ۲۷ موټرو تخنيکي کنټرول ترسره شوی دی.
د ويلو ده، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دغه پروسه د مسافرو د خونديتوب او د ټرانسپورټي موټرو د معياري کولو په موخه پیل کړې ده.