د غزني د امنیه قومنداني رسنيز دفتر ویلي چې د غزني ښار د شپږمې امنیتي حوزې د ترهګرۍ ضد آمريت ځواکونو یاده حوزه کې دو تنه د مجاهدینو له نوم نه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیولي دي.
ویل کیږي چې دې کسانو له هټیوالو توکي وړل او ناروا غوښتنې ترې کولې.
نیول شوي کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
یاده دې شي چې له دې کسانو یو کلاشینکوف او یو پاسو موټر هم ترلاسه شوی دی.