ډېر لوستل شوي

د ترکيې حکومت د اردوغان مهم سيال بندخونې ته اچولی

د استانبول ښاروال او د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان مهم سيال اکرم امام اوغلو په فساد تورن او په رسمي توګه بندخونې ته اچول شوی دی.

ورته مهال په استانبول کې په داسې حال کې سلګونه زره خلکو د اوغلو په ملاتړ لاريون کړی، چې په دې هېواد کې پر لاريونونو بنديزونه هم لګېدلي دي.

ياده دې وي، چې اوغلو د سیکولر جمهوري غوښتونکي خلق (سي‌اېچ‌پي) ګوند غړی دی او د ترکيې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه مهم سیال په سترګه ورته کتل کېږي.

اړوند خبرونه