ډېر لوستل شوي

افغان کډوال د پېژندپاڼې په درلودو سره له تورخم دروازې افغانستان ته راتلی شي

په تورخم کې ځايي سرچينې وايي، چې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د پېژندپاڼې لرونکو افغانانو پر مخ هم پرانېستل شوه.

دا په داسې مهال ده، چې له تېرو څو ورځو راپدې خوا د پاکستان له لوري سلګونه افغانان چې پاسپورټ او ويزې يې نه درلودې، د اوښتو اجازه نه ورکول کېده.

د معلوماتو له مخې، هر هغه افغان چې غواړي خپل هېواد ته راشي؛ نو بايد خپله اصلي پېژندپاڼه له ځان سره ولري.

ياده دې وي، چې دا پرېکړه به د لنډې مودي لپاره وي که دايمي؛ تر دې دمه وروستني معلومات نشته.

اړوند خبرونه