د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د یاد ریاست دننه ځوانانو ته د فکري جګړې په تړاو یو ورځنی سیمینار وړاندې کړی دی.
دې سیمینار ته د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار په خپلو خبرو کې د فکري جګړې پراهمیت، اغېزو او پایلو وغږېد.
نوموړي فکري جکړه د نظامي جګړې څخه خطرناکه یاده کړه او وړاندې یې ویلي: په فکري جګړه کې د خلکو پر باورونو، عقایدو او کلتور برید کیږي.
دې سیمینار کې د فکري جګړې پر تعریف، موخو، وسیلو او د مخنیوي پر لارو چارو تفصیلي بحث شوی.
ددې سیمینار په پای کې د فکري جګړې اړوند ګډونوال پوښتل شوي او بریالیو کسانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.