د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو د یونیسار ختیځ زون له استازو سره د نویو راستنېدونکو هېوادوالو د راستنېدو پر مېشتېدو او ارزونې خبرې اترې کړي دي.
ورته مهال د یونیسیار ختیځ زون مسوول ویلي، چې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره بشپړ چمتووالی لري.
ننګرهار کې په داسې حال کې کډوالو ته چمتووالی نیول کیږي، چې پاکستان پرېکړه کړې چې ناقانونه کډوال به له خپل هېواده باسي.