ډېر لوستل شوي

د اختر په رارسېدو کندز کې امنیتي تدابیر زیات شوي

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار د کندز ولسونو ته د پوره امنیت ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي خاکسار ویلي چې د اختر په رارسېدو یې امنیتي تدابیر زیات کړي؛ تر څو د کندز اوسېدونکي د اختر شپې ورځې په ارامۍ سره تېرې کړي.

د کندز ځایي اوسېدونکو ویلي چې د ابدان دښتې ته راتلونکي هېوادوال او بهرنیان په پوره امن سره له دې سیمو لیدنه کولی شي.

د کندز مسوولینو ویلي چې چا ته به د امنیت د اخلال اجازه ورنه کړي.

اړوند خبرونه