د کندهار د بېپولو ډاکټرانو روغتون مسوولینو ویلي، چې په تېر زېږدیز کال کې یې د نري رنځ د ۲۷۰۰ ناروغانو درملنه کړې ده.
کندهار کې د بېپولې ډاکټرانو د روغتون استازي ویلي، چې دغه روغتون کې په نري رنځ اخته زياتره ناروغان ښځې او ماشومان دي.
ورته مهال کندهار کې پر نريرنځ اخته ناروغانو د وړیا درملنې په پار مننه کړې ده.
روغتیاپالانو ویلي چې دا کسان د ککړې هوا، تیارو خونو او نورو په سبب پر دې رنځ اخته شوي.