ډېر لوستل شوي

د پکتیا امنیتي او تصفیوي کمېسیون ناسته کړې

د پکتیا د والي په مشرۍ ددې ولایت د امنیتي او تصفیوي کمېسیون ناسته ترسره شوې ده.

دې غونډه کې د امنیتي ارګانونو تر منځ د ښې همغږۍ، د اختر لپاره پر امنيتي تدابیرو، مهمو امنيتي پلانونو، تصميمونو او د ولسي همکارۍ بحث شوی.

دې غونډه کې پرېکړه شوې چې درې ګوني امنیتي ارګانونه دې خپلمنځي همغږي لا زیاته او د اختر په شپو ورځو کې دې ددې ولایت امنیت لا ټينګ کړي.

یاده دې شي چې کورنیو چارو وزارت هم په ټول هېواد کې د اختر شپو ورځو کې د ډاډمن امنیت ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه