د غزې په شمال کې د صهېونيست رژيم په بريدونو کې د حماس جهادي غورځنګ وياند عبدالطيب القانوع شهيد شوی دی.
رويټرز د طوفان الاقصی فلسطيني ټلوېزيون له قوله ويلي، چې دغو هوایي بریدونو کې د نوموړي سربېره ګڼ نور فلسطینیان هم ټپيان شوي دي.
دا په داسې مهال ده، تر دې وړاندې د ياد رژيم په برېدونو کې د حماس د سیاسي دفتر غړی اسماعیل برهوم او یو بل لوړپوړی حماس چارواکی صلاح البردویل هم شهيدان شول.