د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس ویلي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له پاکستان څخه د تورخم له لارې څه باندې ۶۷ زره کورنۍ راستنې شوي، چې ۴۷ زره او ۲۳۱ کورنۍ ترې دغه ولایت کې مېشتې شوې دي.
ورته وخت کې د ننګرهار سیمه ییزو مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې یې د نویو کډوالو په پار لومړني تدابیر نیولي دي.
دغه کډوال له افغان حکومته مننه کوي؛ خو د تلپاتې استوګنې غوښتنه یې هم کړې ده.
یاده دې شي چې یو ځل بیا پاکستان د افغانانو ایستنې ګواښ کړی دی.