د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ په چهارتوتو کلي کې یوه مور او ۳ ماشومان چې د یوه خپلوان د عمرې مبارکۍ ته روان وو، زورورو اوبو وړي او مړه کړي یې دي.
دا ۴ تنه د سیند زورورو څپو لاهو کړي او د کلي خلک یې په ژغورنه کې پاتې راغلي وو.
ددې کسانو جسدونه امنیتي ځواکونو موندلي او خپلې ورثې ته یې سپارلي دي.
یاده دې شي چې په ننګرهار او ختیځو ولایتونو کې د سیند له اوبو سره بې احتیاطي وخت ناوخت د ګڼو کسانو ژوند اخلي.