د کندز د چهاردرې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ پولیسو تېره شپه ناوخته د یوه کشفي راپور په مټ دې ولسوالۍ کې شل تنه د نامشروع لوبو او د عامه ذهنیت د ګډوډونې پر تور لاس په لاس نیولي دي.
د کندز د امنیه قومانداني مطبوعاتي دفتر ویلي، چې له دې کسانو د دمبورې وسایل او موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.
ویل کیږي چې نیول شوي کسان به اړوندو ارګانونو ته وروپېژندل شي.
یاده دې شي چې افغان ځواکونه د عامه ذهنیت د ګډوډونې او د هېوادوالو ځورونکي او څاري یې.