ډېر لوستل شوي

دفاع وزارت تېره شپه د لسو هیوادونو د استازو کوربه و

ملي دفاع وزارت تېره شپه دوشنبه(د سلواغې په نهمه) د ګاونډیو هیوادونو او د سیمې د لسو هیوادونو د استازو کوربه و.

 د هند، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، قزاقستان، ازبکستان، اندونیزیا، قرغیزستان، ترکمنستان او نورو  هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو پرون د افغانستان د سیمه ییز ابتکار تر بریالۍ غونډې وروسته د ملي دفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په ځانګړې مېلمستیا کې ګډون وکړ.

ورته مهال د ملي دفاع د وزیر په شتون کې د چین، ایران او پاکستان د استازو ترمنځ جلا غونډه هم وشوه. په یاده ناسته کې مولوي محمد یعقوب مجاهد د هیواد د ثبات، د پولو د امنیت، له ګاونډیو هیوادونو سره د متقابل درناوي او اقتصادي راکړې ورکړې اړوند وینا وکړه.

ښاغلي وزیر ډاډ څرګند کړ چې هیواد یې د پروژو د پیل او بشپړولو لپاره د امنیت په ګډون هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

اړوند خبرونه