ډېر لوستل شوي

د چین ولسمشر د اسلامي امارت د سفیر بارو لیک ومانه

 نن سه شنبه په بیجینګ کې د اسلامي امارت د لوی سفیر بلال کریمي باورلیک د چین ولسمشر شي جن‌پنګ له خوا د یو لړ ځانګړو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومنل شو.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سه شنبه ماښام (د سلواغې په لسمه) په خپلې رسمي اېکس پاڼې ولیکل چې د مولوي اسدالله (بلال کریمي) باورلیک نن د چین د ولسمشر شي جن پنګ له خوا ومنل شو.

ښاغلي کریمي د چین ولسمشر ته د باورلیک تر سپارلو وروسته د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر وانګ سره هم وکتل او نوموړي هم افغان سفیر ته مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي بلال کریمي د تېر ۲۰۲۳ عیسوي کال ډسمبر کې په بیجینګ کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر په توګه دنده پيل کړې وه.

تر دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملامحمدحسن اخند هم د روان کال د وږي په ۲۲ مه د چین د سفیر باورلیک منلی و.

کابل او بیجینګ اوسمهال فعالې ډیپلوماټيکي اړیکې لري او تمه شته چې دا اړیکې لا وغوړیږي.

اړوند خبرونه