ډېر لوستل شوي

افغان پلاوي د چين د درې ګونو کنوانسيونونو د غړو په رسمي کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د چين په اسيا ـ پسيفيک ناسته او د باز، روتردام او استاکهلم کموانسيونيونو په مقداماتي کنفرانس کې ګډون کړی دی.

په چين کې د افغانستان سفارت وايي، چې دغه غونډه د درې ګونو کنوانسيونونو د غړو رسمي کنفرانس د همغږۍ په موخه جوړه شوې وه.

د خبر له مخې، چې ټاکل شوې د روان زېږدیز کال د اپریل میاشتې له ۲۸مې څخه د مې میاشتې تر ۱۲مې د سویس په ژنو ښار کې ترسره شي.

ياده دې وي، چې په دې غونډه کې افغان پلاوي د اسلامي امارت د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د مرستيال مولوي سعدالدين سعيد په مشرۍ ګډون کړی دی.

اړوند خبرونه