د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغانستان له اداري فساد څخه خالي هیواد دی. د روڼتیا نړیوال سازمان په تازه درجه بندۍ کې افغانستان ۱۶۲ مقام ته راټیټ شوی دی چې ښاغلی مجاهد دا یو ښه موقیعت بولي.
مولوي مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي:((دا چې افغانستان د تېر کال په پرتله ۴ درجې ټیټ والی ښیي، معنای دا نه ده چې افغانستان کې به فساد زیات شوی وي؛ بلکې ممکن په نړۍ کې د ځینو نورو هېوادونو د شفافیت کچه لوړه شوې وي.))
د روڼتیا نړیوال سازمان په خپل یوه نوي راپور کې ۱۸۰ هیوادونه څېړلي او په یادو هیوادونو کې یې د فساد کچه څېړلې ده.
په دغه تازه ډلبندۍ کې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې له ۱۵۰ ځای څخه ۱۶۲ ځای ته را ټيټ شوی دی.
د رونټیا نړیوال سازمان د نوي راپور پر بنسټ، د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې افغانستان، په ۲۰۲۳ کال کې له فساد سره د مبارزې په برخه له ۱۵۰ ځای څخه ۱۶۲ ځای ته را ټيټ شوی.
په یاده څېړنه کې ډنمارک د ۹۰ امتیازونو په لرلو په ټوله نړۍ کې له اداري فساد څخه د پاک هیواد امتیاز ترلاسه کړی دی. د ۸۷ امتیازونو په ترلاسه کولو فنلنډ دویم او نیوزیلنډ د ۸۵ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام ترلاسه کړی.
بل خوا سومالیا بیا د نړۍ تر ټولو په اداري فساد ککړ هیواد په توګه وپېژندل شو.