د افغانستان د عامي روغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جالي په کابل کې د اوزبيکستان له سفير اويبيک عثمانوف او مل پلاوي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې افغانستان ته له اوزبيکستان هېواد څخه د درملو او طبي توکو واردولو، روغتيايي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا ډېرو همکاريو په تړاو خبرې شوې دي.
ښاغلي جلالي د روغتيا په برخه کې له ياد هېواد سره دوه اړخېزه اړيکي مهمې بللې او ټينګار يې کړی، چې د هېواد د روغتيايي برخې پياوړتيا لپاره د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د باکيفيته درملو او عصري طبي وسايلو په درلودو سره کولی شو، چې ناروغانو ته په معياري توګه روغتيايي خدمتونه وړاندې کړو.
ياده دې وي، چې اوزبيکستاني پلاوي په دې برخه کې په دوه اړخیزې همکارۍ خوښي څرګنده کړې او د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړلو او د باکیفیته درملو صادرولو په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې ده.