ډېر لوستل شوي

ګرمسېر ولسوالۍ کې ټرافيکې پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هلمند ځایي مسوولینو ددې ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په هزار جفت سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې خبر ورکړی دی. ویل کیږي چې دې پېښه کې ۳ تنو خپل ژوند بایللی او ۴ نور ټپیان دي.

یاده پېښه له عمومي سړکه د یوه ویټډز موټر د اوښتو او بغرا کانال ته د لوېدو په پایله کې رامنځته شوې ده.

امنیتي ځواکونه پر وخت سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتیایي مرکز ته لېږدولي دي.

یاده دې شي چې نن په بغلان کې ټرافیکي پېښې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

اړوند خبرونه