د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې په جبري توګه دې د افغانانو د اېستنې لړۍ په بشپړه توګه ودروي.
د بښنې له نړیوال سازمان وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې له پاکستان غوښتي و چې افغانانو سره دې د کډوالۍ د نړیوالو قانونو په رڼا کې چلند وشي.
ورته وخت کې د پاکستان حکومت د بشر حقونو نړیوالو سازمانونو غوښتنې هم له پامه غورځولي او د افغان کډوالو اېستنې ته یې زور ورکړی دی.
افغان حکومت هم په زور او ډله ییزه بڼه د افغان کډوالو اېستنه غندلې ده.