د بلخ امنیه قومندانۍ مسوولینو هغه اوازې رد کړې چې ګوندې دې ولایت کې چاودنه رامنځته شوې ده.
مسوولینو وړاندې ویلي چې یو شمېر متعصبینو او مغرضو رسنیو نن ماښام د مزارشریف ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اوږدو کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.
د بلخ ولایتي مسوولینو ویلي چې دا خبر دروغ دی او ښاریان دې ډاډه وي.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې مغرضو رسنیو له حقیقت پرته اوازې خپروي او د هېوادوالو د ناارامۍ سبب ګرځي.