کورنیو چارو وزارت د هېواد په ۷ ولایتونو کې پر بېلابېلو جرمونو د ۱۷ ککړو کسانو د نیونې خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت له قوله، دا کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غلا، ځورونو، قمار او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
کورنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې به هېچا ته د امنیت او د خلکو ګواښوونکو ته اجازه ورنه کړي.