ډېر لوستل شوي

نورستان کې درنو واورو یو شمېر کسان لاندې کړي

د نورستان ځایي مسوولینو ویلي چې ددې ولایت د مرکز پارون په پرونج کلي کې د واورې ښویېدنې په پېښه کې یو شمېر کسان بند پاتې دي.

ځایي سرچینې وایي چې یاده واوره ښویېدنه نن مازیګر ناوخته رامنځ ته شوې ده.

د دغې پېښې له امله یو تن مړ شوی او ۳ نور ټپیان دي. یاده دې شي چې د هوا پېژندنې ادارې سبا هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د درنو ورښتونو خبر ورکړی دی.

اړوند خبرونه