د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د امريکا او ايران ترمنځ د مذاکراتو پيل تائيد کړی دی.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې ايران او امريکا به د شنبې په ورځ په عمان کې په غير مستقيمه توګه سره په لوړه کچه وګوري.
عراقچي دغه کتنه د ايران لپاره د فرصت ترڅنګ يوه لويه ازموينه بللې ده.
دا په داسې مهال ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د صهيونېست رژيم له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له کتنې وروسته خبر ورکړ، چې متحده ایالات به له ايران سره مستقمې خبرې وکړي.