ډېر لوستل شوي

چین: د ټرمپ د تعرفو فشار ته نه تسلیمېږو

چين د امريکا د متحده ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بې‌ځايه فشار (تعرفې) په وړاندې له تسليمېدو انکار کړی دی.

د رويټرز د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د چین دغه غبرګون په داسې مهال ښودل شوی، چې د امریکا ولسمشر د چین پر وارداتو باندې د تعرفو د زیاتولو ګواښ کړی و، او دا یې د ټېکاو کولو په توګه د چین اقتصاد ته یوه ستره ننګونه بللې وه. ياده دې وي، چې چین د دې فشارونو په وړاندې نه یوازې مقاومت کړی؛ بلکې د خپلو اقتصادي پرمختګونو او په نړیوال بازار کې د خپل مؤقف پیاوړي کولو لپاره یې خپلې ستراتیژۍ بدلې کړې دي.

اړوند خبرونه