ډېر لوستل شوي

د هويت په تثبيت کې نوې لاسته راوړنې؛ د څه کم ۳ ميليونه غوښتونکو معلومات ثبت او تجديد شول

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېر يو کال په لړ کې د ۲ ميليونه ۷۳۴ زره او ۲۷۴ غوښتونکو هويت له تثبيتدو خبر ورکړی دی.

ياده اداره وايي، چې د هويت د تثبيت او د ارشيف د تنظيم رياست په دې مهال د هېوادوالو ۱۱۵ زره او ۷۵۲ پاڼې معلومات د هويت تثبيت په ملي سېسټم کې تجديد کړي او ترڅنګ يې ۹۹ زره او ۴۵۰ غوښتونکو او حکومتي مراجعوو ته د هويت اړوند معلومات هم وړاندې کړي دي.

د احصايې او معلوماتو ملې ادارې د معلوماتو له مخې، ياد ریاست دغه راز له ولایتونو او ولسوالیو سره د اړیکو له لارې د ۷۴ زره او ۵۰۰ هېوادوالو د پېژندپاڼو معلومات ترلاسه او د اړوندو مراجعو استعلامونه یې ځواب کړي دي.

د ويلو ده، چې يادې ادارې د هېوادوالو د هویت په تثبیت، د معلوماتو ارشیف کول او له بېلابېلو حکومتي ادارو سره همکاري پراخه کړې ده.

اړوند خبرونه