د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست مولوي عبدالکبير په مشرۍ د راستنېدونکو کډوالو د اسانتياوو او د ښه مديريت په موخه ناسته شوې ده.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د لنډمهالي استوګنې پر ځاينو، بېړنيو روغتيايي خدمتونو، د کډوالو د ثبت او تثبيت او دغه راز په يو شمېر نورو اړينو خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو خبرې شوې دي.
د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت ويلي، چې د ناستې په ترڅ کې د اداري مرستيال په مشري يوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې په تورخم کې د کډوالو له پنډغالي څخه ليدنه وکړي او د شته اسانتياوو او اړتياوو په تړاو خپل راپور له وزارت سره شريک کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پدې وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت د ناقانونه استوګنې په پلمه زرګونه افغان کډوال نیولي او له ستونزمنو حالاتو سره یې مخ کړي دي.