ډېر لوستل شوي

میدان وردګ؛ د ښوونځي زده کوونکي د یوه زاړه ماین ښکار شول

د میدان وردګ د چک ولسوالۍ په بکسمند ذوالقاعده کلي کې یوه زاړه ناچاودي ماین د ښوونځي زده کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دې ماین د یوه ماشوم ژوند اخیستی او ۴ نور یې ژور ټپیان کړي.

د میدان وردګو له پیښو سره د مبارزې ریاست ژوره خواشیني ښودلې، شهید ته یې د جنت او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا دوعا کړې ده.

ددې پېښې ټپیان د میدان ودرګو مرکزي روغتون ته وړل شوي، خو روغتیایي وضعیت یې ډاډمن نه دی.

یاده دې شي چې لا هم په ټول هېواد کې ناچاودي او زاړه ماینونه د هېوادوالو ژوند ګواښي.

اړوند خبرونه