ډېر لوستل شوي

د احصایې ادارې له لوري د زېږون کارتونو چټک وېش؛ یوازې په کابل کې یې تر ۱۶۰ زرو ډېر کارتونه وېشلي

د احصايې او معلوماتو ملې اداره وايي، په تېر يو کال کې نږدې ۵۱۷ زره او ۵۸۰ تنو ته زېږون کارتونه وېشلي، چې له ډلې يې ۲۵۰ زره او ۷۸۶ ښځينه‌وو او ۲۶۶ زره او ۷۹۴ يې نارينه‌وو ته وېشل شوي دي.

د يادې  ادارې د معلوماتو له مخې، له دې جملې یوازې په کابل ښار کې د آسان خدمت مرکزونو او په “سرای شمالي” کمپلکس کې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست له لوري ۱۶۰ زره او ۲۱۷ هېوادوالو ته د زېږون کارتونو د وېش خدمتونه وړاندې شوي دي.

د مسوولينو په وينا، چې د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست تېر کال یوازې په کابل ښار کې ۴ زره او ۷۴۹ هېوادوالو ته د مړینو د ثبت اړوند خدمتونه هم وړاندې کړي دي. د ويلو ده، چې دې ادارې په دې وروستیو کې د احوال ثبتولو خدمتونه پراخ شوي، چې د “آسان خدمت” مرکزونو او د سرای شمالي کمپلکس له لارې د زرګونه هېوادوالو ستونزې حل شوې دي.

اړوند خبرونه