د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي چې په یاد ولایت کې د لومړي ځل لپاره په نشه يي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو لپاره د درملنې ځانګړی مرکز پرانیستل شوی دی.
د یاد ریاست مشر ویلي چې د نشه یي توکو دا روغتون د اوس لپاره شل بستریز دی او د بغلان سربېره د ګاونډیو ولایتونو د روږدو درملنه هم پکې کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې ددې مرکز له پرانېستې دمخه دې ولایت کې د روږدو یو بل ۴۰ بستریز روغتون هم فعال و.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت په بیاواکمنۍ سره په ټول هېواد کې د نشه یي توکو کرکېله نږدې صفر شوې، پر نشه یي توکو روږدي کسان راټول شوي او ددې توکو پېر او پلور په کلکه منع شوی دی.