ډېر لوستل شوي

اقتصادي ناندرۍ؛ چین د امریکا پر وارداتي توکو خپلې تعرفې ۱۲۵ سلنې ته لوړې کړې

د چین د دولتي شورا د تعرفې کمېسيون د امریکا پر وارداتو خپلې غچ اخېستونکې تعرفې له ۸۴ سلنې ۱۲۵ سلنې ته پورته کړې دي.

رویټرز خبري اژانس د اقتصادي کارپوهانو په حواله ويلي، چې دا کار د سوداګریزې جګړې شدت ډېرولی شي او د چین نړیوال ځینځیري تامین د ګډوډیو ګواښ پېښوي. چین دا اقدام په داسې مهال کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چینايي توکو پر وارداتو خپلې تعرفې ۱۵۴ سلنې ته لوړې کړې.

اړوند خبرونه