د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدايتالله بدري د بادغيس د کانونو امر قاري سيد شمسالدين نظامي او مل پلاوي د دې ولايت له بېلابېلو کاني زېرمو ليدنه او ارزونه کړې ده.
ياد وزارت وايي، چې ښاغلي بدري د خپل سفر په ترڅ کې د تړوني شرکتونو استازو ته د استخراج، پروسس، روڼتيا او دغه راز د سيمو خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي. د کانونو او پټروليم وزارت د دې سفر موخه د بادغیس د کانونو د استخراج او پروسس بهیر څخه په لیدنې او ارزونې سربېره هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرول ښودلي دي.