د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په تېر يو کال کې په سمنګان کې په ټوليزه توګه ۷۴ زره او ۸۹۳ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
ياده اداره وايي، په دې ولايت کې اړوند رياست په دغه موده کې ۴۸ زره او ۵۶۵ برېښنايي پېژندپاڼې، ۸ زره او ۸۵۴ کاغذي پېژندپاڼې، ۱۲ زره او ۷۷۹ زېږون کارتونه، ۵۷۹ د مړينې پارچې او ۳ زره او ۱۱۶ نورو کسانو ته په تابعيت پېژندپاڼو کې د سمون خدمتونه ترسره شوي دي.
د سمنګان د احصايې او معلوماتو رییس حبیبالرحمن وقاص وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې فعالې دي چې په دې سربېره غوښتونکو ته د مثنی پېژندپاڼو وېش خدمتونه هم وړاندې کوي. د ويلو ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد په کچه د نفوسو د احوال ثبت، د پېژندپاڼو وېش، او د تابعیت اړوند خدمتونو مسووليت لري.