د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي له عباس عراقچي سره يو ځای د عمان پلازمېني مسقط ته د رسېدو خبر ورکړی دی.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د ايران دغه پلاوی د ډونالډ ټرمپ له استازي سره د خبرو اترو لپاره تللی دی.
بقايي د ايران د واکمنۍ او ملي ګټو د ساتنې په موخه له ټولو ظرفيتونو څخه په کار اخېستو ټينګار کړی دی. ويلکېږي، چې دغه خبرې به په لومړي سر کې په غیر مستقيمه توګه پیل او که د لومړۍ ناستې پايله مثبته وه؛ نو امکان لري چې دواړه خواوې د ورځې په وروستیو کې مستقیمو خبرو ته د ننه شي.