د هرات ځایي مسوولینو ویلي چې د هرات – خواف وسپنې پټلۍ له لارې د خوراکي توکو یوه نوې جوپه هېواد ته رارسېدلې ده.
د هرات د مقام رسنیز دفتر ویلي چې ددې جوپې په ۱۳ واګونو کې سویا بار وه، چې تازه هرات ته رارسېدلې.
دغه دفتر د هرات – خواف وسپنې کرښه د هېواد لپاره (حیاتي رګ) بللی او زیاته کړې یې ده، چې هره ورځ د دې وسپنیزې کرښې له لارې سلګونه خوراکي او ناخوراکي توکي هېواد ته واردېږي.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د وسپنې پټلیو له لارې صادراتو او وادراتو ته پاملرنه زیاته شوې.