د خوست د ښاري ابتداییه محکمې د جزا او عامه امنيت دېوانونو د پرېکړو له مخې د يوې ښځې په ګډون دريو کسانو ته د زنا او د دوو ښځو په ګډون اتو نورو کسانو ته د نامشروع اړیکو، شعایرالله ته پر توهین، رشوت او دروغجنو راپورونو تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
ابتدایه محکمې دا کسان له دوو تر پینځو کلونو پر بند او پر ۳۵-۳۹ درو تعزیري سزا محکوم کړي وو چې یاده پرېکړه د سترې محکمې تر منلو وروسته پلې شوې.
یاده دې شي چې مجرمینو ته د سزا اورولو په دې ناسته کې د خوست د مرافعه محکمې عمومي ریيس مولوي امین الله (منیب)، د ښاري ابتدایيه محکمې رییس، قضایي غړو او نظامي مسوولینو برخه اخیستې وه.