ډېر لوستل شوي

مسوولينو له پاکستانه راوړل شوې بې‌کيفيته رومي او بنډۍ ضبط کړې

د خوست مقام د رسنيو دفتر وايي، چې د غلام خان بندر نباتي قرنطين مديريت په ډېره کچه بې‌کيفيته او خوسا شويو روميانو او بنډيو د واردېدو مخه نيولې ده.

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امريت اړوند د غلام خان بندر نباتي قرنطين مسوولين وايي، چې دغه بې‌کيفيته او خوسا شوي روميان او بنډۍ د درېيو ټېلرو په اندازه له پاکستانه افغانستان ته راوړل کېدل، له دقيقي پلټنې وروسته ضبط شوي دي. مسوولينو له ټولو سوداګرو د باکيفيته محصولاتو وارېدولو غوښته کړې او ويلي دي، هيڅ سوداګر ته به اجازه ورنه کړي چې هېواد ته بې‌کيفيته توکي وارېد کړي.

اړوند خبرونه