ډېر لوستل شوي

د کډوالو د حال پوښتنه؛ له ملګرو ملتونو سره د مرستو راخپلولو او د همغږۍ ناسته کېږي

د اقتصاد وزارت په مشرۍ د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د مرستو راخپلولو کمېټه نن په ياد وزارت کې د مرستو راخپلو او د همغږۍ په موخه خبري ناسته کېږي.

د اميد راډيو خبريال وايي، په دې ناسته کې به د دغې کمېټې غړي د ملګرو ملتونو له استازيو سره د ګډې همکارۍ په تړاو خبرې وکړي. ياده دې وي، په دې کمېټه کې د اقتصاد وزارت په مشري د ماليې، بهرنيو چارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو او د کليو پراختيا وزارتونو او دغه راز له پېښو سره د مبارزي چمتوالي رياست او د افغاني سرې مياشتې ټولنې ادارې استازي پکې ګډون لري.

اړوند خبرونه