د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په تېر يو کال کې ۵۱۷ زره او ۵۸۰ تنو ته زېږون کاروتونه وېشلي دي.
ياده اداره وايي، چې له دې جملې ۲۵۰ زره او ۷۸۶ ښځينهوو او ۲۶۶ زره او ۷۹۴ يې نارينهوو ته وېشل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، له دې ډلې يوازې په کابل کې د اسان خدمت مرکزونو او سرای شمالي کمپلکس د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست ۱۶۰ زره او ۲۱۷ هېوادوالو ته د زېږون کارتونو د وېش خدمتونه وړاندې کړي دي.
ياده دې وي، چې د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په دې موده کې یوازې په کابل ښار کې ۴ زره او ۷۴۹ هېوادوالو ته د مړینو د ثبت اړوند خدمتونه هم وړاندې کړي دي.