د وزيرانو شورا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د ارګ په مرمرينه ماڼۍ کې د سټنډرډ عالي شورا درېيمه ناسته وشوه.
د سټنډرډ ملي اداره وايي، په دې ناسته کې ښاغلي برادر د کيفيت د ښهوالي او شفافيت د ساتنې پر اهميت خبرې کړې او د تعاملاتو په رڼا کې يې د خپلو محصولاتو د نړیوالو معیارونو په مطابق برابرولو ټينګار کړی دی.
د يادې ادارې عمومي رييس ملا فیضالله تمیم دغه را په دې ناسته کې ويلي، چې په تېر يو کال کې ۲۴۷ سټنډرډونه او د ازمایښت کړنلارې د تخنیکي کمېټو له لوري وروستۍ شوي او ۵ زره ۲۸ ټوکه سټنډرډونه او د ازمایښت کړنلارې وزارتونو، امارتي ادارو او خصوصي سکتور ته وېشل شوي دي.
ښاغلي تميم زياته کړې، چې په همدې موده کې په ۶۰ فابریکو او شرکتونو کې د ملي سټنډرډونو د پليکېدو بهیر هم تر څارنې لاندې نیول شوی دی.
د سټنډرډ ملي ادارې د خبر له مخې، چې د دغو سټنډرډونو تطبیق به د ملي کیفیت بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وي او هېواد به د معیاري کېدو، دوامدارې ودې او پرمختګ په لور یوسي.