د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري اوزبيکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت له مسوولینو سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، چې په دې کتنه کې دواړو لوريو د اوبو لګولو سیستمونو پر پراختیا، د امو سیند پر تحکیماتو، د اوبو سرچینو پر غوره کارونې، د اقلیمي بدلونونو پر اغېزو او په يو لړ نورو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې دغه راز هوکړه شوې، چې دواړه هېوادونه باید د اوبو د سپما په موخه د اوبو لګولو د سیسټمونو د اصلاح او عصري کولو په موخه همکارۍ پراخې کړي.
د خبرپاڼې لهمخې، په دې کتنه کې اوزبيکستاني مسوولینو د اوبو لګولو سیستم د عصري کولو په ځانګړې توګه د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم او باراني اوبو لګولو سیسټم په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده. د ويلو ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د يو پلاوي په ملتيا اوزبيکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد هېواد له چارواکو سره په اړوند برخو کې خپله لومړنۍ ناسته کوي.