د ټولګټو وزارت وايي، په تېره يوه اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۷۶ زره او ۷۶ مټريک ټنه د نفتي، غيرنفتي او نورو توکو انتقالات شوي دي.
ياد وزارت وايي، د حيرتان بندر له لارې ۶۱ زره ۲۴۰ ټنه، د آقيني بندر له لارې ۲ زره ۶۸۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰ زره ۳۵۶ ټنه او د خواف ـ هرات له لارې ۱ زر ۷۹۹ ټنه انتقالات شوي دي.
د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس ويلي، چې له دې ډلې ۱۳ زره ۴۴۰ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه يې وچه مېوه، د انار جوس، کينو او کچالو دي.
د وزارت په وينا، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه لوړيږي؛ نو کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید ډېرېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.