ډېر لوستل شوي

افغانستان او اوزبیکستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د ګډو همکاریو ژمنه وکړه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري اوزبيکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د کرنې او اوبو له وزیر ابراهیم عبدالرحمن‌اوف سره ليدلي دي.

ياد وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختيا په تړاو خبرې کړې دي.

مولوي عطاالله عمري په دې لیدنه کې د تجربو او ټکنالوژۍ د شریکولو غوښتنه کړې او همدا رنګه يې د دواړه هېوادونه د کرنیزو محصولاتو په تولید کې پر ګډ کار ټينګار کړی دی.

دغه راز د اوزبيکستان د کرنې او اوبو وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او له افغانستان سره يې په بېلابېلو کرنیزو برخو کې د همکاري ژمنه کړې ده.

اړوند خبرونه