ډېر لوستل شوي

افغان پلاوی به روسيې ته سفر وکړي

د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عيسی ثاني نن په کابل کې د روسيې هېواد له سفير ديميتري ژيرنوف او مل پلاوي سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د سالنګ تونل د ترمیم، د نوي تونل د اېستلو، د سړک او وسپنې پټلۍ د رغولو، د نویو او پرمختللو ماشینریو په پيرلو خبرې شوي.

په دې ناسته کې دغه راز د کابل لپاره د مسکو سفیر دیمیتري ژیرنوف او مل پلاوي په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د وزارت د خبر له مخې، دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړېکو پر پراختیا ټېنګار کړی او ويل شوي، په پام کې ده چې روسيې ته د ياد وزارت یو پلاوی رسمي سفر وکړي.

اړوند خبرونه